dost.net.au

  • Increase font size
  • Default font size
  • Decrease font size

''د یو بل پرضد به خپله پوله نه کاروو''

 

کرزی، زرداري او احمدي نژاد

د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ درې اړخیزه غونډه په اسلام اباد کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېده.

له دې درې اړخیزې غونډې وروسته، د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد وویل، د سیمې د هېوادنو ترمنځ هېڅ ډول ستونزې نه شته، خو وايي پر دغو هېوادونو ټولې ستونزې ورتپل شوي دي.

د ایران و لسمشر دارنګه وویل، په سیمه کې باید بهرنیو لاسوهنو ته اجازه ورنه کول شي

نور ولوله...
 

د افغانستان د امنیت په اړه ډول ډول راپورونه

 

افغان حکومت او کتونکي د بریتانیا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو د رپوټ په هکله چې پکې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه ټیټه ښودل شوې بیلابیل برداشتونه لري.

که څه هم ځینې کتونکي د دې رپورټ تر شا نورو اهدافو ته اشاره کوي، خو د کورنیو چارو وزارت یې بیا هڅوونکي بولي او وایي؛ چې دا د دوی د امنیتي ځواکونو د وړتیاو د زیاتیدو څرګندويي کوي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي د سې شنبه په ورځ د دې رپوټ په هکله د خوښي د څرګندونې پر مهال آزادۍ راډیو ته وویل.

نور ولوله...
 

کارپوهان:د اسلام اباد د درې اړخیزې غونډې پر پایلو مسایلو به عمل وشي

 

د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان د اسلام اباد د درې اړخیزې غونډې په اعلامیې کې ځای شوي مسایل مهم بولي، خو د عملي کېدو په اړه یې جلا جلا نظرونه لري.

په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او ایران ولسمشرانو له خپلې غونډې وروسته یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چې، له ترهګرۍ سره مبارزه او د یو بل په چارو کې نه لاسوهنه یې په مهمو ټکو کې راځي.

د دریواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو اړیکو په پراختیا هم ټینګار شوی دی.

نور ولوله...
 

د مالیې او کورنیو چارو وزیران د ولسي جرګې استیضاحیې غونډې ته حاضريږي


د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي

د افغانستان د مالیې او کورنیو چارو وزیران په داسې حال کې د ولسي جرګې استیضاحیه غونډې ته تیاری نیسي، چې معلومه نه ده، له استیضاح وروسته به له کوم برخه لیک سره مخ کیږي.

د کورنیو چارو دوزارت ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل، د کورنیو چارو وزیر جنرال بسم اله محمدي حاضر دی، چې د شنبې په ورځ د ولسې جرګې غونډې ته لاړ او د خلکو د  استازیو پوښتنوته ځواب ووایي:

″مهمه دا ده، چې د کورنیو چارو د وزیر او د دې وزارت د مشرتابه یونیم کلن فعالیت په پام کې ونیول شي، چې ایا د افغانستان خلک د پولیسو له کړو او پراختیا څخه راضي دي او که نه؟
خو هغه سروې چې د پولیسو په هکله ترسره شوه، ښيي، چې د افغانستان خلک ترډیره د پولیسو له کارڅخه خوښ دي.

نور ولوله...
 


JPAGE_CURRENT_OF_TOTAL
لیکتوغ

د دوست اواز رادېو

Make sure you have at least Flash Player 7. If not,please download.

د اونۍ سروې

د ويب پاڼې کومه برخه ډېره په زړه پورې او پياوړې ده؟
 

د ورځې انځور

This page require Adobe Flash 9.0 (or higher) plug in.

د افغانستان تاريخ

تجارتي اعلانونه

لیکتوغ
لیکتوغ

تازه موضوعات